د افغان حکومت د مشرتابه په حکم او ځانګړې لورېینې د هېواد په کچه ټول ممتاز فارغ محصلین له ارزونې وروسته په بېلابېلو امارتي ادارو کې د هغوی مسلک ته په کتو په دندو ګومارل کېږي.

لوړو زده‌کړو وزارت وایي، د دې حکم پر اساس د افغانستان له پوهنتونونو ۱۵ سوه ۵۵ تنه ممتاز فارغ محصلین د لوړو زده کړو وزارت له لوري د مشرتابه مقام ته معرفي شول.

د دې حکم له مخې، یاد محصلین به د چارو ادارې له لوري وارزول شي، تر څو په بېلابېلو امارتي ادارو کې د خدمت په موخه وګومارل شي.

د یادونې ده چې د عصري علومو او نوې ټېکنالوجۍ د پرمختګ په موخه څه موده وړاندې د ا.ا د مشرتابه په حکم په پوهنتونونو کې شاوخوا ۶۵۰ بستونه هم ايجاد شوي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version