د سوریې دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد ولسمشر، احمد الشرع به د اقلیمي بدلون نړیوال کنفرانس «COP30» کې د ګډون په موخه برازیل ته سفر وکړي.
په راپور کې راغلي، چې الشرع به د کنفرانس په څنډه کې د یو شمېر هېوادونو له مشرانو او استازو سره جلا جلا لیدنې هم ولري.
ویل شوي، دا به د اقلیمي بدلون کنفرانس له پیل راهیسې د سوریې د ولسمشر لومړنی ګډون وي.
