د سوریې د بشر حقونو د څار ډلې راپور ورکړی، چې د دغه هېواد په جنوبي ولایت السویداء کې د روانو نښتو له امله د وژل شویو شمېر ۸۹ تنو ته لوړ شوی دی.

یادې ډلې له ولسه غوښتي، چې د شخړو د پای ته رسولو لپاره یووالی خپل کړي او ټینګار یې کړی، چې دا وخت خلکو ته ثبات او سوله خورا اړینه ده.

بل‌خوا د السویداء ولایت نظامي شورا د روان تاوتریخوالي د مهار لپاره د پوځي مداخلې غوښتنه کړې.

د ویلو ده چې د سوریې په السويداء ولایت کې له تېرو شاوخوا درې ورځې راهیسې د ځایي قبایلو او دروزي لږه‌کیو ترمنځ نښتې روانې دي، چې له امله یې دواړو لوریو ته درانه تلفات اوښتي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version