تسنیم خبري اژانس سوریه کې د خپلو سرچینو له قوله خبر ورکړی چې، د سوریې په ختیځ دیرالزور ښار په العمر سیمه کې د امریکایي پوځیانو مرکز کې زوروره چاودنه رامنځته شوې.
د تسنیم خبري اژانس د راپور له مخې له چاودنې وروسته په سیمه کې د ډزو غږونه هم اورېدل شوي خو دا چې پر یاد پوځي مرکز ډلهییز برید شوی او که توغندیز؟ لا هم وروستي جزئیات نه دي ورکړل شوي.