د سوریې دولتي خبري اژانس راپور ورکړی، چې د دغه هېواد حمص ښار الذهب سیمې په یوه جومات کې چاودنه شوې.

د راپور له مخې، دې چاودنه کې شپږ تنه شهیدان او ۲۱ نور ټپیان شوي دي.

امنیتي سرچینو ویلي، چې چاودنه له غرمې وروسته د جمعې د لمانځه پر مهال د جومات دننه د ځای پر ځای شویو چاودېدونکو توکو د چاودنې له امله رامنځته شوې.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version