د سولې او اقتصاد بنسټ د نړیوالې ترهګرۍ په تړاو په یوه راپور کې ویلي، چې پر افغانستان د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته، په دغه هېواد کې «ترهګري» کمه شوې او په پاکستان کې بیا ۴۵ سلنه ډېره شوې ده.
د دغه بنسټ په راپور کې راغلي، چې پر افغانستان د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته افغانستان کې په بې ساري ډول ترهګري کمه شوې، خو له بل لوري یې په پاکستان کې زور اخيستی او د یو زرو او ۸۱ کسانو د وژل کېدو لامل شوې ده.
د دغه راپور پر بنسټ، افغانستان د پرله پسې دویم کال لپاره د هغو پنځو هېوادونو په ډله کې نه دی راغلی، چې له ترهګرۍ ډېر اغېزمن شوي دي او سږکال افغانستان د نورو کلونو په پرتله په یوې ښې ډلبندۍ او نهم مقام کې ځای لري.
د نړیوالې ترهګرۍ برخې په کلنۍ درجه بندۍ کې پاکستان دویم هېواد دی، چې د ترهګریزو بریدونو له امله ورته ډېر تلفات اوښتي دي. په دغه راپور کې د لوېدیځې افریقا بورکینا فاسو هېواد د ترهګریزو بریدونو په سر کې ځای لري، چې یو زرو ۵۳۲ کسان یې وژل شوي دي.
راپور څرګندوي، چې پر افغانستان د سرپرست حکومت له واکمنېدو وروسته په پاکستان کې ترهګري ډېره شوې ده او په دغه هېواد کې د ترهګریزو بریدونو شمېر له ۲۰۲۱ کال راهیسې پنځه برابره ډېر شوی دی.