بلوڅ بېلتون پالې ډلې (BLA) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې وسلهوالو یې، د بلوچستان په مند او ډېره مراد جمالي سیمو کې پر پاکستاني پولیسو او د مواصلاتي شبکې پر ټاور دوه جلا جلا بریدونه ترسره کړي.
د خبرپاڼې له مخې، په دغو بریدونو کې د ټاور ټول ماشینونه یې سوځېدلي او پولیسو ته یې هم زیان اوښتی دی.
د یادونې وړ ده چې، بلوچستان کې د بلوڅ بېلتون پالو وروستیو پرمختګونو ته په اشارې څه موده وړاندې د پاکستان د جمعیت علماء اسلام ګوند مشر مولانا فضل الرحمن ویلي وو، چې که بلوچستان د خپلواکۍ اعلان وکړي نو ممکن ملګري ملتونه یې هم په رسمیت وپېژني.