د سوډان لومړي وزیر، کامل ادریس، چې د یوه حکومتي پلاوي په مشرۍ نیویارک ته تللی، د ملګرو ملتونو امنیت شوری ته یې د سولې نوې طرحه وړاندې کړې.
د راپورونو له مخې، د دغې طرحې موخه سوډان کې د اوربند ټينګښت، د چټک غبرګون ملېشو بې وسلې کول، د عدالت پلي کېدل او اوږدمهالې سولې ته رسېدل دي.
د ملګرو ملتونو امنیت شوری پرون دوشنبه د سوډان په غوښتنه له کابو ۱۰۰۰ ورځنۍ جګړې وروسته د دغه هېواد د وضعیت د ارزونې په موخه ناسته وکړه.
