د پوهنې وزارت ویاند قاري منصور احمد حمزه وایي، چې پکتیکا ولایت کې پر فرضي کرښه پرتو ولسوالیو کې د ۶۰ میلیونه افغانیو په لګښت د ۹ ښوونځیو او یوې مدرسې د نویو ودانیو د جوړولو چارې بشپړې او ګټې اخیستنې ته وسپارل شوې.
د ښاغلي حمزه په وینا، هره ودانۍ ۸ درسي خونې، د څښاک پاکو اوبو سیسټم او نورې اړینې اسانتیاوې لري.
تر دې وړاندې د افغان حکومت مشرتابه اړونده مسؤلينو او ادارو ته سپارښتنه کړې وه، چې پر ډيورنډ فرضي کرښه ټولو لرې پرتو او محرومو ولسواليو کې د عامه خدماتو پروژې پلې کړي.
