نوفوسټي اژانس راپور ورکړی، چې د سوډان پوځ د امریکا د اوربند وړاندیز رد کړی او د پوځ مشر عبدالفتاح برهان یوه بیړنۍ غونډه کې د ملېشو پر ضد د قوي بریدونو امر ورکړی دی.

له بل لوري د پوځ مرستیال هم ویلي، چې تر هغه به خپلو عملیاتو ته دوام ورکړي، چې ملېشې یې له ټولو سیمو ایستلې نه وي.

هاخوا بيا د متحده عربي اماراتو له ملاتړ برخمنو ملېشود اماراتو مرستې ستایلې او ویلي یې دي، چې امارات او یو شمېر نور هېوادونه د جګړې درولو په برخه کې مثبت رول لوبوي.

ياده دې وي، چې د اماراتو له ملاتړ برخمنو ملېشو په وروستيو ورځو کې د سوډان الفاشر ښار کې قتل عام پيل کړي او د ښځو او ماشومانو په ګډون یې سلګونه خلک وژلي دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version