اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د سویس حکومت د وینزویلا د نیول شوي ولسمشر نیکولاس مادورو شتمنۍ کنګل کړې دي.

په راپور کې راغلي، چې له مادورو سربېره د نوموړي د حکومت یو شمېر نورو مشرانو پیسې هم کنګل کړای شوي دي.

د سویس فدرالي شورا ویلي، چې د دې اقدام موخه له سویس څخه د شتمنیو د لېږد مخنیوی دی.

ویل شوي، په دې لېست کې د مادورو په شمول ۳۷ کسان شامل دي، خو د دوی د شتمنیو د دقیقې کچې په اړه جزئیات نه دي ورکړل شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version