د هرات ولایت مقام رسنیز دفتر خبر ورکړی، په ۲۰۲۵ میلادي کال کې د هرات په صنعتي ښارګوټي کې شاوخوا ۳۵۰ لویو او کوچنیو تولیدي کارخونو خپل عملي فعالیت پيل کړی دی.

سرچینه زیاتوي، د صنعت‌کارانو هر اړخیز ملاتړ، د پانګه‌والو لپاره اسانتیاوې او د جوازونو د ورکړې د بهیر اسانه کېدل د صنعتي ودې مهم لاملونه بلل کېږي.

د دغو کارخونو پراختیا د کورنیو تولیداتو د پیاوړتیا سبب شوی او د سلګونو کسانو لپاره یې د کار زمینه هم برابره کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version