د شانګهای همکاريو سازمان سرمنشي نورلان يرميکبايف ويلي، چې افغانستان به د ياد سازمان د راتلونکې مشورتي ناستې د اجنډا په سر کې وي.
یرمکبایف زیاته کړې، چې افغانستان دا مهال د اقتصادي پرمختګ په لور چټک مزل کوي؛ خو په خبره یې په ځينو مسايلو کې لا هم بحث ته اړتيا شته دی.
هغه ويلي، چې دې غونډه کې به د غړو هېوادونو او افغان حکومت ترمنځ د امنیتي همکارۍ د پیاوړتیا په اړه بحثونه هم شامل وي، او په وينا يې د شانګهای همکاريو سازمان پلان لري چې د افغانستان اوسني وضعیت او پر سیمې یې د اغېزو په اړه جامع بحثونه وکړي.
ياده دې وي، چې شانګهای همکاريو سازمان غونډه به د راتلونکې سپټمبر مياشتې په ۱۱ـ۱۲ تاريخ ترسره شي.