د نړيوالو رسنيو د راپورونو له مخې روسي ځواکونو د اوکراین سوېل ختیځ ښار دنیپرو باندې د بې‌پیلوټه الوتکو او توغندیو پرله‌پسې سخت بریدونه کړي دي.

سرچينې ويلي، د يادو بريدونو په پايله کې ټولټال لس کسان وژل شوي او لسګونه نور ټپیان دي.

د سیمې والي اولېکساندر هانژا ویلي، یواځې د ښار په بېلابېلو سيمو کې اته کسان وژل شوي او ۴۹ نور ټپیان دي.

نوموړي زیاته کړې چې دا ښار د روسیې پر وړاندې د څه باندې څلورو کلونو جګړې په ترڅ کې څو ځله په نښه شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version