په هیواد کې له درې لسیزو راهیسې لنډغر او د شر او فساد لارویان له پرله پسې ازموینو وروسته بیا هم په دې نه دې توانېدلي چې بریاوي ترلاسه کړي، برعکس ناکام شوي دي.

د شر او فساد ډلې چې په تېره شل کلنه دوره کې د افغانانو په سرنوشت لوبې وکړې، په بهرنیو ځواکونو یې د کورنیو غړي و وژل، په سلګونو تنه یې یتیمان او بې سرپرسته کړل، د خیر په ډېرۍ یې کښېنول، د خپلو شخصي ګټو لپاره یې د ځان د هوساینې په خاطر د لحد کندو ته ټېل وهل، هغه حالات افغان ولسونو ته نه هېرېدونکي دي.

د دې ډلو ټپلو له نومه عوام نفرت لري، په ښه سترګه ورته نه ګوري، خو د شر او فساد غړي بیا هم د همدې ولس په نوم له غربیانو پیسې راټولوي، خپل بزنس مخې ته وړي.

کومې پیسې چې د شر او فساد غړي/لنډغر او ځینې نورې خیالي جبهې، له خپلو بادارانو ترلاسه کوي، په سوشل میډیا کې د غلطو یا درواغجنو تبلیغاتو او ويډویي کلیپونو نتیجه ده.

خو پوښتنه دا مطرح کېږي چې، د شر او فساد ډلې به تر کومه دا بې معنی، ضد او نقیض تبلیغات په ټولنیزو صفحو نشروي او مالي فنډ به پرې ترلاسه کوي؟

حیرانتیا په دې ده چې، ولې غربي ټولنې ته د شر او فساد بې معنی تبلیغات د پام وړ دي؟ کومه ډله یا خیالي جبهه چې، په هیواد کې یو لوېشت خاوره په واک کې هم ونه لري، هغه به څنګه فعالیت وکړي؟

له دې څخه معلومېږي چې د شر او فساد ډلې د ځان د مطرح کولو لپاره په درواغو سر دي، افواهاتو ته هوا ورکوي؛ زما په اند دا ډول غلط تبلیغات به ورته لا هم په زیان تمام شي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version