په افغانستان کې د تېرو ناکامو او پردي پالو نظامونو د واکمنیو پر مهال، هغو کسانو چې د دغو واکمنیو او نظامونو په رأس کې وو، خیانتونه یې وکړل، ولس یې ورټی او د افغانستان په ارزښتونو یې لوبې او معاملې وکړې، د تاریخي قضاوت د بدلون او دغه راز د ولس د حافظې، د انحراف لپاره یې د کتاب لیکنې دود او نوې حربې ته مخه کړې.

د یادو کسانو کتابونه که وکتل شي، ټولو پکې ځانونه سپنې کوترې معرفي کړي او پر خپلو ټولو خیانتونو، جنایتونو او غداریو یې پرېمانه څړي اچولي دي. دوی هڅه کړې، چې د ځان په اړه د خلکو او تاریخ قضاوت بدل کړي او ځانونه د وطن او خلکو خادمین او غمخواران معرفي کړي، خو دا هڅه له لومړیو ناکامه وه او د تاریخ او ولس حافظه یې بدله نه کړه.

د جعل او او تزویر د همدې دود په دوام، تازه حمدالله محب چې د پرځېدلي جمهوریت په وروستیو کې، په افغانستان کې د غربي ډیموکراسۍ د پلي کېدو، د غربي ارزښتونو د تداوم، له وطن سره د خیانت او غدارۍ په سمبول بدل شوی و، همداسې هڅه پیل کړې؛ د خپلو بدنامو کارنامو د بدلون لپاره یې کتاب لیکلی او باور دا دی چې ځان یې پکې سپینه کوتره معرفي کړی دی.

نوموړی چې یو وخت کمپیوټر کار و، بیا په امریکا کې د جمهوریت سفیر شو او ورپسې په کابل کې د جمهوري رژیم د ملي امنیت شورا سلاکار وټاکل شو. نوموړي تر ډېره هغه کسان د جمهوري ادارې رأس ته راوستل چې په غربي هېوادونو کې روزل شوي وو، د هماغه هېوادونو پاسپورټونه او تابیعتونه یې لرل، بیا یې دلته ځانګړي ماموریتونه ور سپارل.

محب او همفکره پخوانیو چارواکو له لومړۍ ورځې د افغانستان له خلکو، خاورې، دودونو او ارزښتونو سره خپله توده جګړه ښه وپالـله، غرب ته یې خپله ژمنتیا تر ټولو ډېره ثابته کړه، د اسلامي او افغاني ارزښتونو د محوې او پر ځای یې د غربي ارزښتونو د ترویج لپاره نه ستړې کېدونکې هڅې وکړې او په دې لاره کې یې د ډېرو هغو مبارزینو او افغانانو وینې تویې کړې، چې د دوی د دغو پروژو مخالف وو. نوموړی او ملګري یې هیچا ته ځواب ویونکي نه وو، شپه او ورځ به له ډلې ډلې ګاردانو، تورو ښيښو موټرونو او هلیکوپټرونو سره ګرځېدل، د فحشاء ترویج ته یې ډېر کار وکړ، د دولت خزانې یې د شخصي ملکیت په څېر کارولې او ډېرې نورې نادودې یې وکړې.

د جمهوریت له پرځېدو وروسته یې دلته مأموریت پای ته ورسېد او بېرته بهر ته ولاړل، دوی لا له وړاندې هلته خپل تجارتونه د افغانانو په وینو روان کړي وو او کورنیو ته یې مفشن او معیشتي ژوند برابر کړی و. د نوموړي او د هغه د ملګرو په اړه یې د ولس او تاریخ حافظه له همدا ډول مسایلو ډکه ده او د دوی تورې کارنامې د تل لپاره هلته ثبت دي، خو اوس یې نوموړی د بدلون هڅه کوي او غواړي ځان بې ګناه، وطندوست او د افغان ولس خواخوږی معرفي کړي، کتاب یې لیکلی او د پورته یادو شویو او سلګونو نورو بې باکیو پړه پر نورو اچوي.

خو د هغه او د هغه د ملګرو په اړه د تاریخ او ولس قضاوت تل ثابت دی، همدا اوس هم لسګونو او آن سلګونو کسانو په ټولنیزو رسنیو کې رټلی او د خپلو تېرو خیانتونو، غداریو او بې باکیو یادونه یې ورته کړې ده. له شک پرته چې محب، مشران او کشران یې د شاه شجاع معاصر لارویان دي، د دوی په اړه د تاریخ قضاوت تر شاه شجاع هم سخت دی. دا کسان به دا ډول جعلي هڅې ډېرې نورې هم وکړي، خو د تاریخ او ولس حافظه به هېڅکله بدله نه شي کړای، تاریخ د غدار او خاین ځای او تورې کارنامې هېڅکله نه هېروي.

یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version