Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد د لارویانو له لوري تښتول شوي پورونه/قرضونه ا.ا.ا اداء کړل.
    لیکني

    د شر او فساد د لارویانو له لوري تښتول شوي پورونه/قرضونه ا.ا.ا اداء کړل.

    صابر افغانصابر افغان16 سپتمبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د واک جزیرو او د لنډه غرۍ په تېره شل کلنه دوره کې د افغانستان په ټولو شتٙمنیو او ارزښتونو لوبې وشوې؛ چا پکې عامه شتمنۍ لوټلې او چا پکې د ټوپک په زور عامه کلي چور کول.

    خو په دې ټولو کې یوه نقطه شریکه وه، هغه دا چې دا شر او فساد ټولګه وه، ځکه دوی د بهرنیو هېوادونو قوي ملاتړ او د وحشتونو لوی داستانونه لرل.

    عبدالرشید دوستم د افغانستان برېښنا شرکت تر ۲۰۱۸م کال پورې ۲۵ میلیونه افغانۍ قرضدار وو، چې ده د خپل کور او دفترونو بیلونه نه تحویلول او د هغې له طریقه پرې ميلیونونو افغانیو ته خبر رسېدلې وه.

    عطا نور تر ۲۰۱۸م کال پورې ۹ میلیونه افغانۍ د افغانستان برېښنا شرکت له لورې قرضدار و، چې ده هم د حوېلیو او کورونو بیلونه نه تحویلول او قرضونه پرې ترې تر دې اندازې ختلي و.

    حضرت علي د ۲۰۱۸م کال پورې ۵ میلیونه د افغانستان برېښیا شرکت له لورې د برېښنا د بیلونو د نه تحویلولو له امله قرضدار شوی و.

    جالبه دا وه، چې د قسیم فهیم په قبر د لګېدلو څراغونو بیلونه هم د لکونه افغانیو اوښتي وه، خو په هیچا کې دا جرأت نه و، چې د قرض د اداینې ټکی یې ورته ویلی وی.

    دا یو څو مو د نمونې په حیث یاد کړل؛ دلته د ملت په شتمنۍ د شریرو او مفسدو عیاشۍ او خرمستۍ جوړې وې؛ نن هم هماغه پروني مفسدین او بګېلان چې د ملت ارزښت او شان یې د دوه پیسو کړ، په خارج کې د خیالي دولت او جبهو د جوړېدو نغارې ډنګوي.

    یو څوک چې د برېښنا د بیلونو پیسو ته غل وي، هغه به د وطن په ارضي تمامیت سودا ته چمتو نه وي؟ یو څوک چې د اعاشې پیسو ته غل وي، هغه به پر ډیورنډ سودا ته چمتو نه وي؟ یو څوک چې د سپین ږیرو په ناموس تېری کوي، هغه به د وطن په ناموس وشرمېږي!؟دوی یواځې د برېښنا د بیل پیسې نه وې تښتولې، بلکې د دې تر څنګ یې د نړیوال بانک ۹۱۰ میلیونه افغانۍ، د اسیایي ۱,۹ میلیارده افغانۍ د اسیایي بانک له لورې پور کړې وې، چې د اسلامي امارت له لورې اداء شول.

    فسادیان او شریر ملګري یې تل د شیطانت او ظلمت په لارو چارو تمرکز او فکر کوي.د همدې وطن فروشو او مفسدینو د برېښنا تښتول شوي پورونه د ا.ا.ا له لورې په بشپړ ډول اداء شول چې اوس د وارداتي برېښنا په برخه کې په افغانستان یوه روپۍ پور هم نشته او هېوادوالو ته په دوامداره او منظم شکل برېښنا رسېږي او همدارنګه د افغانستان اسلامي امارت په تېرو درې کلونو کې له هیڅ بهرني بنسټ او شرکت پور نه دی اخیستی، خو برعکس یې د فسادیانو لخوا اخیستل شوي پورونه بیرته اداء کړل چې په دې پورونو کې د نړیوال بانک، اسیایي بانک او نورو پورونه هم موجود وو.

    مخکینۍ مقالهد شر او فساد ډله که د نړيوالو جاسوسي سازمانونو نانځکه!؟ (٢)
    راتلونکي مقاله مالیې وزارت وايي د تېرې ادارې ۲.۷ میلیارده افغانۍ پور يې پرې کړی

    مربوطه لیکنې

    جمهوري رژیم تصادف که عواملو سقوط کړ؟

    13 اگست 2026

    جمهوریت ولې په افغاني ټولنه کې کارساز نه و؟

    13 اگست 2026

    د رسنیزو تبلیغاتو ترڅنګ، د مخالفینو له لوري پر ناتوانۍ او خپل منځي اختلافاتو اعتراف

    12 اگست 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    سیاسي لیکني 13 اگست 2026

    جمهوري رژیم تصادف که عواملو سقوط کړ؟

    د سیاست په نړۍ کې ستر بدلونونه معمولاً ناڅاپي نه وي، خو دلته د جمهوریت…

    د ایران د کرنې وزیر په کابل کې د کرنیزو محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه لیدنه کړې

    13 اگست 2026

    تېره ورځ ۳۰۰ کډوالې کورنۍ هیواد ته راستنې شوي

    13 اگست 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    جمهوري رژیم تصادف که عواملو سقوط کړ؟

    13 اگست 2026

    د ایران د کرنې وزیر په کابل کې د کرنیزو محصولاتو له نړۍوال نندارتون څخه لیدنه کړې

    13 اگست 2026

    تېره ورځ ۳۰۰ کډوالې کورنۍ هیواد ته راستنې شوي

    13 اگست 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،175 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،123 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،241 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.