Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد لارویان افواهاتو ته انعکاس ورکوي او اوازې خپروي!
    لیکني

    د شر او فساد لارویان افواهاتو ته انعکاس ورکوي او اوازې خپروي!

    صابر افغانصابر افغان30 اگست 2024څرگندونې نشته2 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    د شر او فساد ډلو تر ډېره هڅې وکړې چې په هیواد کې یوځل بیا تعصب، کینې او حسد ته لمن ووهي، خو هڅو یې کومه ځانګړې نتیجه ورنه کړه، هیچا یې په خبرو ځان اګاه نه کړ.

    د شر او فساد بغاوتګر دې په دې وپوهېږي چې د مړ شوي اور ایرې هیڅکله هم په پوکیو نه تازه کېږي، هسې خپلې سترګې پرې ړندوي، خپلو پلویانو او ملګرو ته ګرد او غبار جوړوي.

    د افغانستان په تاریخ کې بغاوتګرو ډلو چې کله هم شکست/ماته خوړلې، بیا په ژوند نه دي بریالي شوي او نه چا ورته په کور او کليو کې ځایونه ورکړي، د تل لپاره نابود شوي، لکه څنګه چې د مقاومت په نامه لنډغر له هیواده نیست او نابود شول.

    هر هغه مغرض اشخاص چې د نورو په اشارو د اسلامي او شرعي نظام په خلاف د بغاوت نعره پورته کوي، سرنوشت به یې د مقاومت/د شر او فساد د ډلو په څېر وي، چې د بیا ځل لپاره به په ګران هیواد افغانستان کې د ناستې ځای هم ونه لري.

    د لنډغر احمد شاه مسعود زوی، لنډغر احمد مسعود او د تېر نظام څو مشهورو غلو، د امریکايي یرغلګرو جاسوسانو، صفاکارانو، قرارداديانو، پروژه یانو او لاسپوڅو ډېرې بغارې ووهلې، د خپلو بادارانو په غېږو کې یې غونډې جوړې کړې، عمده بېلګه یې د روان ۲۰۲۴ م کال د جون ۲۴مه د اتریش هیواد پلازمېنې ویانا کې څلورمه غونډه وه، چې لکچري بڼه یې درلوده، په بې ځایه او عبثو خبرو یې پای ته ورسوله.

    پس له دې به د بغاوتګرو/شر او فساد ډلو غړي د نړۍ په یوه کنج او کنار کې ځای و نه لري، دوی په ورنکارۍ کې شهرت لري، لکه څنګه چې یې د تاجکستان هیواد پلازمېنې دوشنبې کې دفتر ور بند کړ، همداسې به یې په نورو هیوادونو کې پر فعالیتونو بندیز ولګوي.

    د شر او فساد ډلو اوسمهال تر ډېره رسنیزه جګړه پیل کړې، هغه هم له هغه رسنیو چې، افوهاتو ته انعکاس ورکوي، یعنې یوازې اوازې خوروي، افغان ولسونه د سرچوک په اوازو نه دوکه کېږي او نه به دوکه شي.

    د اسلامي امارت په درې کلنه موده کې عوامو د ژوند خواږه وڅکل، خپل انساني ارزښتونه یې وپېژندل، د مستبدو له شره خلاص شول.

    مخکینۍ مقالهد شر او فساد ډلې لخوا د اقتدار لپاره خیالي مبارزه!
    راتلونکي مقاله اقتصادي مرستيال: د قوشتېپې کانال چارې به په ټاکلي وخت بشپړې شي

    مربوطه لیکنې

    بروکسل ته د افغان پلاوي سفر او د انزوا سیاست ناکامي

    26 جون 2026

    له فرضي کرښې هاخوا ځواکمن بریدونه او د غلامانو غبرګونونه

    24 جون 2026

    له افغان حکومت سره دښمني که د پنجاب غلامي؟

    22 جون 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    منځنی ختیځ 28 جون 2026

    په غزه کې د شهید شویو فلسطنیانو شمېر له ۷۳ زره تنو اوښتی

    د فلسطین روغتیا وزارت راپور ورکړی، چې د ۲۰۲۳ کال د اکتوبر میاشتې راهیسې د…

    د لبنان د پوځ مشر په رسمي سفر بریتانیا ته تللی

    28 جون 2026

    حزب الله او امل غورځنګونو له صهیونیستي رژیم سره د تړون مخالفت کړی

    28 جون 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    په غزه کې د شهید شویو فلسطنیانو شمېر له ۷۳ زره تنو اوښتی

    28 جون 2026

    د لبنان د پوځ مشر په رسمي سفر بریتانیا ته تللی

    28 جون 2026

    حزب الله او امل غورځنګونو له صهیونیستي رژیم سره د تړون مخالفت کړی

    28 جون 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،169 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،110 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،223 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.