Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد ډلې سره د آی ایس آی قوي روابط او د هغې را څرګندېدل
    لیکني

    د شر او فساد ډلې سره د آی ایس آی قوي روابط او د هغې را څرګندېدل

    عمران آغاعمران آغا9 اکتوبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: سلمان باور

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    تاریخ ثابته کړې چې په افغانستان کې د جګړې پلوي تر ډېره بریده د برطانیې او د هغوی په لاس د جوړو شویو روبوټانو له لورې شوې او هر ځل یې هڅه کړې چې افغانستان نا امنه او د جګړې په اور کې وسوزوي.

    د افغانستان امنیتي ځواکونو تازه د شر او فساد ډلې یو غړی او د آی ایس آی جاسوس نیولی دی؛ نوموړی په خپلو خبرو کې له ډېرو جالبو حقیقتونو پرده پورته کوي او هغه رازونه افشاء کوي، چې په پاکستان کې د آی ایس آی له لورې د افغانستان د ویجاړۍ لپاره تیارېږي، تر څو پکې جګړه پراخه او ناامني را منځته کړي.

    نوموړی وایي: ما د هاشمي په نوم د یوه کس پر مټ په پېښور کې له څو کرنېلانو سره وکتل، چې په هغې کې یو د پېښور د امنیت مسؤل کرنېل شاهد او د آی ایس آی غړی لیاقت علي پاچا هم ګډون درلود.

    هاشمي نومی کس چې په توسط یې د شر او فساد ډلې او آی ایس آی ته جالب جذب کېده؛ د افغانستان د پرځېدلي جمهوریت د شر او فساد ډلې د غړو د نومونو لېست ورکړ او ترې ویې غوښتل چې په اسلام اباد کې دفتر او په چترال کې یوه نظامي قرارګاه په واک کې ورکړي.

    خو د آی ایس آی غړو ورته په خبرو کې ویلي، چې مونږ له تاسې سره ښکاره مرسته نشو کولی، ځکه د ا.ا.ا اړیکي د سیمې له هېوادونو سره ښې دي، خو که تاسې په مرکزي ولایاتو او واخان کې ناامني را منځته او د نړیوالو پام در واړوئ بیا مرسته کولی شو.

    د نړیوالو پام د دې لپاره را اړول غواړي، چې بیا پرې د تېر په څېر پوځ مسلح او پاکستان د شته قرضونو له سخت بهرانه وباسي.

    هغه پاکستان چې تر ننه یې چغې وهلې، چې ماته له ګاونډي هېواد افغانستان څخه خطر متوجې کېږي، ایا خطر همدا دی، چې د داعش او نورو باغي ډلو مخنیوی او د آی ایس آی ملا ور ماته شوې!؟

    پاکستان په افغانستان کې د واخان او مرکزي ولایاتو جګړه ځکه غواړي، چې د افغانستان اقتصادي سیستم فلج او له نړۍ سره د وصل کېدو څخه پاتې شي.

    یاد کس په خپلو خبرو کې دا هم زیاته کړې، چې د عبادي په نوم د یوه نفر پر مټ یې د تاجکستان ولسمشر ته یو لیکلی خط ورلېږلی، چې په لېکل شوي خط کې یې د تاجکستان له ولسمشر منننه کړې وه، چې د شر او فساد ډلې له مشرانو(احمدشاه مسعود، رباني) او د اوسنیو باغیانو سره یې مرسته کړې ده.

    د شر او فساد ملګري چې د وطن په ټنډه تور داغ دی، له هیڅ ډول خباثت مخ نه ګرځوي، دوی د هغه پاکستان لپاره خپل ارزښتونه تر خاورو لاندې کوي، کوم پاکستان چې د افغانستان په بربادیو کې پوره ونډه او لاس لرلی.

    احمد مسعود تېره ورځ د افغانستان د بهرنیو چارو وزارت هغه اعلامیه هم وغندله چې په پاکستان کې یې د تاؤ ترېخوالي د زیاتېدو په اړه خپره کړې وه او ویلي یې و، چې روان کړکیج سیمې ته ګواښ جوړولی شي؛ لامل یې نن دا را ووتلو، چې نوموړی د ای ایس ای د لېست په سر کې ځای لري.

    پاکستان له نازک حالت سره مخ دی، هر طرف د امید په طمع لاس اچوي، چې کرایه شوي عسکر ورته د شر او فساد ډله برابروي.

    د واخان له لورې د چین سره د افغانستان پیوستون به د پاکستان په روان وضیعت نور هم اغېز پرېباسي، ځکه د پاکستاني سامان الاتو اړتیا په منظم شکل او کم قېمت له چین څخه رفعه کېږي، نو پاکستان خپله بُهراني حالت ته حرکت کوي، چې له امله یې په سیمه کې د ناامنۍ طرفداري او جګړه خوروي.

    پاکستان دې هڅه وکړي، چې د نورو هېوادونو په داخلي چارو او جګړو کولو کې دې ونډه نه اخلي، چې دا لمبې به یې خپل ګرېوان هم وسوزوي، په دې کار کې باید د پاکستان ولس له خپل ریاست سره مخالفت وکړي، چې سبا به یې دروند پور بیا دوی اداء کوي، ځکه حاکمه طبقه یې د امریکې او برطانیې د ماڼیو خلک دي او همالته به ور ګرځي.

    مخکینۍ مقالهپه باروړونکو موټرو کې ځیرک قلفونه لګول کېږي
    راتلونکي مقاله پنجشېر کې د ترهګرۍ ضد عملياتو کې لس تنه له وسلو سره نیول شوي

    مربوطه لیکنې

    یو مصنوعي او بحراني هېواد او کاغذي مقاومت څه ډول ګواښ رامنځته کولی شي؟

    20 مې 2026

    ولې تجزیه غوښتنه د حل لاره نه ده؟

    19 مې 2026

    د محقق متضاد دریځونه؛ له خراساني مفکورې د ډیورنډ کرښې تر منلو

    16 مې 2026
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    نړۍ 23 مې 2026

    د امریکا نیویارک ښار کې د کښتۍ جوړونې په یوه فابریکه کې چاودنه شوې

    اسوشیټېډ پرېس خبري اژانس راپور ورکړی، چې د امریکا نیویارک ښار د کښتۍ جوړونې په…

    ايراني هيکرانو د جګړې پر مهال د امريکا د هوايي چلند سکټور سافټوير انجنيران په نښه کړي و

    23 مې 2026

    چین کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې چاودنې ۸۲ کسان وژلي

    23 مې 2026
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د امریکا نیویارک ښار کې د کښتۍ جوړونې په یوه فابریکه کې چاودنه شوې

    23 مې 2026

    ايراني هيکرانو د جګړې پر مهال د امريکا د هوايي چلند سکټور سافټوير انجنيران په نښه کړي و

    23 مې 2026

    چین کې د ډبرو سکرو په یوه کان کې چاودنې ۸۲ کسان وژلي

    23 مې 2026
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20243،163 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20243،099 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20242،202 Views
    © 2026 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.