یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

په وطن کې د ناخوالو او بربادیو بنسټ ایښودونکو په تېر شل کلن اشغال کې د وطن په ارضي تمامیت سودا، د ولس وینې څښل، انساني او اسلامي ارزښتونه چیلنجول او تر پښو لاندې کول، د قومیت پالنې او سمت پالنې په نوم د یو او بل مرۍ پرې کول خپله وظیفه او دنده ګڼلې وه.

چې تر ننه هم د شر او فساد ډله د هماغې پخوانۍ پاليسۍ پر بناء روان دي، چې د وطن څخه د تښتېدلو سره سم یې د هېواد او هېوادوالو د بربادولو لپاره څو خیالي جبهې جوړې کړې، تر څو له بهرنیانو پرې د خپلې محدودې ډلې د پړسولو لپاره ډالر تر لاسه او خپل خیالي وجودونه ښکاره وساتي.

او د هغې ډالرو په کمه اندازه د هالیووډ او بالیووډ د فلمونو په څېر د تاجکستان په غرونو کې د فلمي ایکټرانو په څېر ویډیوګانو په جوړولو ورکړي او خلکو ته یې د وطن د نا امنۍ په نوم ور څرګندې کړي.

د شر او فساد لارويان/بغاوت‌ګران په پوره قوت هڅه کوي، چې په هېواد کې د فلمي نړۍ په څېر د یو څو شوټینګونو په کولو سره د خلکو په منځ کې د ډار احساس حاکم او خپله مسحه شوی وجود ثابت وښایي.

فسادیان د خلکو په نظرونو کې لوېدلي خلک دي، دوی د افغانستان د یو ټول منلي حاکمیت او افغانانو پر خلاف له دوشنبې، واشنګټن، مشهد او د پاریس له هغو ماڼیو د جګړې راوړلو چغې را وهي، چې د دې ملت د وګړو په خزانو، وینو او هډوکو په خرڅولو او لیلامولو یې اخیستي دي.دوی د هغې “ژورې” په څېر دي، چې د انسان بدن ته د داخلېدو په صورت کې د هماغه انسان په وینه ځان غټوي او هغه له منځه وړي.

دوی د افغانانو سره کټ مټ همدغه عمل ته ملا تړلې ده، چې له هېواده لرې د بادار په غېږ کې پراته دي او له هماغه ځایه په ویډیویي کنفرانسونو کې کله له امریکا مرسته غواړي او کله “صهیونیسټي ريژیم” څخه د وطن په سوزولو کې مرستې غواړي.

په افغاني جغرافیه پسې د دې خلکو پیوستون د دې لپاره دی، تر څو د اسیا زړه نا ارامه او د اور په لمبو ونیسي، چې بیا پکې د سیمې او نړۍ ټولې لوبې دوی ترسره کړي.

جالبه دا ده، چې دوی ټول خپلو کې جوړ دي، خو د دې لپاره سره ځانونه بیلوي چې سیمي په کچه مختلف اهداف ترسره کړي او په سیمه کې د ترهګرۍ تر ټولو قوي بانډ دوی و اوسي. ان شاءالله دوی د ذلت په کناره ولاړ اخیري سلګۍ کوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version