د وطن دا ښېرازه طبیعت او د ژوند لپاره یې جوړه شوې جغرافیه په ځان کې ډېر جوهر لري او د ژوند ټولې رنګینۍ او خوښۍ پکې را نغښتې دي. خو دا خوښۍ یو څو باغي شوي افراد په قصدي توګه د پردیو په اشارو له دې ملت توږي، تر څو د نورو غوښتنې او ګټې دلته خوندي کړي او شخصي جېبونه پرې وپړسوي.
د جمهوریت په اډانه کې د شر او فساد ټولۍ د وطن هرې بربادۍ ته غاړه ورکړې وه/ده او د ځان د ملاتړ لپاره یې د ډېری استخباراتي سازمانونو او هېوادونو لمن نېولي وه، چې په مټ یې د پجشېر، بدخشان او لوګر کانونه چور کړل او د هلمند لېتیم يې د بریتانیا او امریکا تر خزانو وړیا ورسول.
تاریخ مونږ ته د دوی د وحشتونو، خیانتونو او ویجاړیو عجیبه داستانونه قلمبند کړې دي؛ د دوی اتلولي د “بي بي سي” پر پاڼه یو څو عکسونه ځړېدل نه دي او نه یې اتلوالي د استخباراتي ادارو لخوا د دوی انځورونه پر دېوالونو ټک وهل وه/دي.
کله چې افغانستان د شوروي او امریکا له لورې د سړې جګړې مرکز وګرځېد او دواړو لوریو خپل هدفونه په همدې خاوره کې تعقیبول، هرې ډلې دا هڅه کول چې دلته د خپلې ګټې د تأمین لپاره یو لوری پیدا کړي. کله چې احمد شاه مسعود د فرانسوي او پاکستاني استخباراتو له لورې ورزول شو او د هغوی د ګټو لپاره یې جګړه پیل کړه، روسیې د دې مکار سړي د مخ د ور اړولو لپاره له ده سره د ځېنو تړونونو د ترسره کولو هڅې وکړې.
هغوی داسې انګېرله چې احمدشاه مسعود به په ډېره ګرانه بیه راضي کوي، خو هر څه د هغوی د طمعې خلاف وو؛ ځکه احمد شاه مسعود هغه روباټ ته ورته ؤ، چې د هر چا له پاره به د هغه د پانګونې په اندازه چلېده، چا به چې څومره پیسې ورکولې هغومره کار یې ورته کاوه، له شوروي سره یې د سالنګ د لویې لارې د امنیت ساتلو تړون جوړ کړ، عمده هدف یې دا و، “چې له افغان مجاهدینو به شوروي لښکرې ساتي.”
بل تړون یې له شوروي سره دا وکړو، چې له تاجک قوم پرته به نور ټول قومونه له منځه وړي، چې د دې دواړو تړونونو پر بنیاد شوروي اشغالګرو د پښتنو او نورو قومونو سیمې د اور لمبې وګرځولې او خپله یې د سالنګ په لاره ارام تګ – راتګ کاوه. د احمدشاه مسعود له وژل کېدو وروسته، د هغه دنده د شر او فساد ټولې ډلې ته ور پاتې شوه او هر یو خپله احمد شاه مسعود شو، چا لاجورد چور کول او چا له زمرودو لپې ډکولې، چا د افغانانو سرونه رېبل او چا ځنکلونه او د ډیورنډ کرښې د رسمي کولو لپاره سیم خاردار په یاده کرښه تېراوه.
تاریخ دا هر څه لیکلې دي، خو د شر او فساد لارویانو په خپل ټول قوت د تاریخ د مسخه کولو هڅې کولې، دوی احمد شاه مسعود ملي اتل وباله او د هغه د وژل کېدو ورځ یې هېواد د رسمي رخصتي اعلان کړه، په دې ورځو کې به فسادیانو هغه لنډغرۍ کولې، چې نه به د کابل ښار کراچۍوانان راوتلای شول او نه چا ترې ناروغان تر روغتونه وړلای شول. کابل به په دغه ورځ پر خپله سینه تر ټولو بده ورځ تجربه کوله، چا به صرافۍ چور کولې او چا به د طلاو مارکېټونه لوټل، د پوښتنې څوک نه وو، ځکه همدا غله د جمهوریت چارواکي او د یادې ورځې رهبري کوونکي وو.
طالبان چې کله پر افغانستان بیا ځل واکمن شول، د شر او فساد لارویانو خیانت وکړ، پیلوټانو یې د وطن شتمني، یعنې ۳۲ چورلکې او طیارې ګاونډي هېوادو ته وتښتولې، ځینو یې د کابل هوایي ډګر رادار سیستمونه او موټر تخریب کړل او یو څو نور یې د پنجشېر درې ته په دې نیت ورغلل، تر څو پاتې لنډغر رهبري کړي، هلته پټه شوې شتمني هم له هېواده وباسي او هېواد بیا د یوې بلې جګړې لمن ته وغورځوي. خوا هغه یې تش خوبونه پاتي شول.
تاریخ شاهد دی، چې د شر او فساد ډلې ټولې هڅې د ملت او هېواد د پاشل کېدو لپاره کړې او کوي یې. د شر او فساد لارویان تر دې دمه د سلګونو غربي جنرالانو پښو ته د دې لپاره ور لوېږي، چې پیسې او وسلې ترې واخلي او د افغانستان مسلمان ملت پرې ووژني، تر څو بیا ځل یې پخواني چور او تالان ته لاس خلاص شي.
یادؤنه: په هندوکش غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش غږ توافق ورسره شرط نه دی.