Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»لیکني»د شر او فساد ډلې پر وړاندې مبارزه ملي اړتیا ده (درېیمه برخه)
    لیکني

    د شر او فساد ډلې پر وړاندې مبارزه ملي اړتیا ده (درېیمه برخه)

    عمران آغاعمران آغا3 اکتوبر 2024څرگندونې نشته4 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    لیکوال: سلمان باور

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    افغانستان په خپل ټول تاریخ کې داسې نامردي نه لري، چې سړی یې په یادولو خړ سترګی یا ټیټ سترګی شي؛ د دې جغرافیې، اراضۍ او وګړو ته په کتلو سړی په زغرده ویلی شي، چې د دې خاورې تسخیر په زور ناممکن دی، ځکه دا په غېږ کې هره پیړۍ داسې یو میړنی زېږوي، چې تیت او پرک افغانستان او افغانان سره را ټولولی او د دښمن ژامې ور ماتولی شي.

    د جنګیز، انګریز او شوروي دبدبو او لښکرو دا وطن مهار نشو کړای او نه یې دا توانایي پیدا کړه، چې دا خاوره د تل لپاره د خپلو قدمو لاندې کړي؛ د دوی له زوال وروسته غربي اشرباڼو د دوی څخه د عبرت اخیستلو په پار په داخل د هېواد کې د شر او فساد لارویان چې له مخکې ورسره وو، تازه بیا کرایه کړل، تر څو د دوی په توسط له افغانانو د دوی ارزښتونه او د قوت نقطې وتوږي.

    د دې لپاره چې د دوی په منځ کې د اتفاق او غیرت ټکی له منځه یوسي، نو په دیني ارزښتونو او مقدساتو پسې یې کاذب تبلیغ شروع کړ؛ دا تبلیغ په انګلیسي او پرانسوي نه، بلکې په سوچه فارسي، ازبکي، تاجکي او پښتو وو، چې د څو ډالرو په مقابل کې د شر او فساد لارویانو د غربي داړه مارانو په اشارو کاوه.

    د دوی هڅه دا وه/ده! چې د دیني ارزښتونو تقدس د خلکو له سینو وباسي او پر ځای یې غرب ګرایي ور دننه کړي، تر څو د علني کفر په مقابله کې بیا څوک د درېدلو سوچ و نه کړي.

    دوی لومړی د خپلو ډلو په استفادې عامه اذهان په یوه تشنوج کې واچول، خلکو ته یې د قران او احادیثو غلط تفسیر او شرحه کوله، جهادي حرکتونه یې افراطیان او ترهګر وبلل؛ په داسې حال کې چې د افراط ترهګرۍ اصلي منبع همدا د شیطان لښکر او د فساد رېښې دي/وې.

    دوی انساني کرامات تر پښو لاندې کړل، اهل تشیع یې د خپلو شخصي ګټو لپاره ډلې-ډلې په بمونو والوځول او بیرته یې د پیغور په ډول ورته وویل: د تاجک او هزاره قومونو لپاره د نظام دید د داعش دی؛ په یاد یې لرئ!

    دا یې دلیل او ثبوت:
    https://x.com/AmrullahSaleh2/status/1834499446719070480?t=NOBjRRrMA5U9zCqvVWLmJw&s=19

    دا خبره ورته هغه څوک کوي، چې د فساد، ظلم، خیانت او خباثت نوم یې په لر او بر کې زمزمه کېږي.

    امرالله صالح په ډېره سپین سترګۍ تاجک او هزاره قومونو ته وایي، که وس مو بر کېده، نو پښتانه او نور قومونه یو ژوندی پرېنږدئ؛ هغسې لکه پخوا چې دوستم او مسعود مزې او د نورو بې ګناه وګړو د یو او بل وینې وڅښلې او اخیر کې د امریکا تر څنګ خوا په خوا ودرېدل.

    رسول اکرمﷺ فرمایي:”إِنَّ الْعُلَمَاءَ وَرَثَةُ الْأَنْبِيَاءِ، وَإِنَّ الْأَنْبِيَاءَ لَمْ يُوَرِّثُوا دِينَارًا وَلَا دِرْهَمًا، إِنَّمَا وَرَّثُوا الْعِلْمَ، فَمَنْ أَخَذَهُ أَخَذَ بِحَظٍّ وَافِرٍ”.
    ژباړه: بې شکه چې علماء د پېغمبرانو وارثان دي، پېغمبرانو دینار او درهم نه دی پرېښی، بلکې دوی علم پرېښی دی، نو هر هغه څوک چې له دې علم څخه ګټه واخلي، په حقیقت کې یې ډېر ارزښتناک نصیب ترلاسه کړی دی. (ترمذي، ابو داود).

    خو دوی له ټولو لومړی جګړه د همدې خلکو(علماؤ) پر وړاندې کوي، دوی په ملایانو پسخند، ملنډې او ان د ترور کولو پروژې له نړیوال دجالي استخباراتو اخیستې دي.

    تازه! د ا.ا.ا ویاند د BBC سره په یوه مرکه کې وویل: چې بامیانو کې په بهرنیو سیلانیانو او په کابل کې د فرامینو د تطبیق په کارمندانو برید کوونکي د شر او فساد/د داعش ډلې غړي دي، چې روزنې یې په ګاونډي هېواد پاکستان کې تر لاسه کړې وې(هغه پاکستان چې هر ځای چغې وهي، چې زمونږ نا امني له افغانستان څخه ده!).

    دا یې دلیل:
    https://x.com/Hedayatullah111/status/1840992659415949456?t=obfzLPZE2RQMoJb-rcwO_w&s=19

    پاکستان ته د شر او فساد ډله په اوس وخت کې حیاتي ارزښت ځکه لري، چې په سیمه کې د ترهګرۍ ارزانه پوځ دی او د همدې لارې کولی شي چې خپل د پاڼ په ژۍ ولاړ پاکستان لږ څه را دېخوا کړي.

    د شریرانو دښمني له علماء کرامو سره د دوی د بادار غوښتنه ده، خو الحمدلله دوی په خپلو ټولو شیطاني لارو کې پاتې راغلې دي.

    ادامه…

    مخکینۍ مقالهد پاکستاني پوځ د وحشت تسلسل؛ د جمرود تازه پېښه
    راتلونکي مقاله د شر او فساد ډلې پر وړاندې مبارزه ملي اړتیا ده (دوهمه برخه)

    مربوطه لیکنې

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025

    جنګونه او درسونه؛ اُمت باید څه ترې زده کړي؟

    17 جون 2025

    افغانستان ته د وروستیو جګړو پیغام او چالشونه

    17 جون 2025
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 23 جون 2025

    د پخوانیو جنرالانو ړوند باور او غداري؛ پر امریکا تکیه او ورسره اوږه په اوږه جنګېدل

    یوې بهرنۍ مطبوعاتي فعالې جورجینا سنشاین د پرځيدلي جمهوریت د ځانګړو ځواکونو د قوماندان فرید…

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    23 جون 2025

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د پخوانیو جنرالانو ړوند باور او غداري؛ پر امریکا تکیه او ورسره اوږه په اوږه جنګېدل

    23 جون 2025

    د سوریې په شمال کې د امریکا پر پوځي هډې برید شوی

    23 جون 2025

    امنیتي ځواکونو پکتیا کې وسلې او مهمات کشف او ضبط کړي

    23 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.