د شهیدانو او معلولینو وزارت وايي، ” د یاد وزارت مرستيال عبدالحکیم حقاني پنجشېر ولايت کې له يو شمېر يتيمانو سره له نږدې وکتل او هغوی سره يې نغدي مرسته وکړه.”

په خبرپاڼه کې ويل شوي، “ښاغلي حقاني د شهيدانو او يتيمانو د کورنيو ستونزې اورېدلې او ډاډ يې ورکړی چې ستونزو ته به رسېدنه وشي.”

تېره ورځ د شهيدانو او معلولينو سرپرست هم پکتيا کې له هغې کورنۍ سره نغدي مرسته کړې وه چې درې زامن يې د افغانستان شل کلن جنګ کې شهيدان شوي وو.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version