د افغانستان د کورني کرکټ شپږیزې لیګ لسم پړاو سیالیو پایلوبه نن سهار لس بجې د امو نهنګانو او مسعینک اتلانو لوبډلو ترمنځ په کابل کرکټ لوبغالي کې پیلږي.
د مس عینک لوبډله کې د کرکټ د نړۍ ښه توپ وهونکی رحمن الله ګربز لوبېږي او د امو نهنګانو لوبډله کې بیا د پنځوس اوریزو لوبو مخکښ ټولچاری عظمت الله عمرزی لوبېږي.
د یادونې ده، چې د افغانستان د شپږیزه کرکټ لسم پړاو سیالۍ د چنګاښ په ۲۸مه نېټه پیل شوې او ټاکل شوې وه چې پایلوبه یې سبا (جمعه) ترسره شي؛ خو د نامعلومو دلایلو له مخې پایلوبه یوه ورځ وړاندې شوه.