د ټولګټو وزارت د وسپنې پټلۍ مرستيال مولوي محمد اسحق صاحبزاده او د ترکمنستان هېواد د «ديميريول ګورلوشيک» سهامي شرکت د رئيس سردار قربانوف ترمنځ د ۵ ميليونه امريکايي ډالرو په ارزښت د تورغونډۍ بندر د پراختيا او پانګونې تړون لاسليک شو.
ټولګټو وزارت ویلي، چې د دې تړون له مخې د دواړو هېوادونو ترمنځ د ریلي ټرانسپورټ شبکې د همغږۍ، دوه اړخیزو همکاریو پر پراختیا، د انتقالاتو پر زیاتوالي او سوداګرو ته د اسانتیاوو د برابرولو لپاره به د تور غونډۍ بندر پر پراختیا پانګونه وشي.
د یاد وزارت په وینا، د تړون په متن کې، د تور غونډۍ-هرات وسپنې پټلۍ په مسیر کې د تخليې او بارګيرۍ لپاره د نويو ګودامونو او تاسيساتو ډيزاين، جوړول او فعالول شامل دي، چې د ياد مسير په وچ بندر کې تطبيق کيږي.
ټولګټو وزارت زیاته کړې، چې د دې تړون موخه د نړۍ د نورو پرمختللو او عصري ريلي بندرونو په څېر د افغانستان ريلي بندرونه په معيارونو سمبالول او د سوداګرو د غوښتنو مطابق پراختيا ورکول دي، تر څو له دې لارې سوداګرو ته بشپړې اسانتياوې رامنځته، ملي سوداګر راجذب او ریلي انتقالات زیات شي.