
د افغانستان د صنعت او سوداګرۍ وزیر نورالدین عزیزي د آزادو زونونو د نړیوال سازمان په ۱۱م نړیوال کانګرس کې د ګډون په موخه چین ته په سفر ولاړ.
صنعت او سوداګرۍ وزارت وایي، یاد کانګرس به د ۲۰۲۵ کال د اکتوبر له ۱۰مې نېټې څخه تر ۱۲مې نېټې پورې به د چين په های نان ولايت کې ترسره شي.
وزارت زیاتوي، چې په دې کانګرس کې به د اوږدمهاله نوښتونو لپاره د ازادو زونونو رول وڅېړل شي او د همکاریو پر پراختيا او د هېوادونو ترمنځ اقتصادي اړيکو پر پیاوړتیا به خبرې وشي.
ښاغلي عزیزي به د دغه سازمان د مسئولینو په رسمي بلنه د وزیرانو په غونډه کې ګډون او وینا وکړي او له ګډون کوونکو وزیرانو سره به دوه اړخیزې ناستې ولري.
د یادونې ده، چې د دې کانګرس لسم پړاو تېر کال په دوبۍ کې ترسره شوی و.