د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلی، چې د دغه وزارت سرپرست نورالدین عزیزي نن پنجشنبه له تشبثاتو سکتور څخه د ملاتړ او پیاوړتیا په موخه له ۱۵ ملي او نړیوالو مؤسسو سره ‏د همکارۍ هوکړه لیکونه لاسلیک کړي.

د خبرپاڼې له مخې، ټاکل شوې دغه ۱۵ مؤسسې به د څه باندې ۱۲ میلیونه امریکایي ډالرو په ارزښت پراختایي او ښوونیزې پروژې په تېره بیا د کار زېږولو، پرمختګ، په هېواد کې د غالیو صنعت د ودې، د لاسي صنایعو د پرمختګ، د وړو او منځنیو صنعتونو په لار کې د شته خنډونو د پېژندنې، د کورنیو لبنیاتو، سبزیجاتو او نورو اړتیا وړ توکو د تولید او پروسيس په برخه کې اړمنو کورنیو ته د روزنې او هغوی ته د اړتیا وړ وسایلو د برابرولو او بسته بندۍ په برخه کې روزنه او مالي سواد، د بستې اړوند ماشینونو اخیستنې او تجهیز او له هغې څخه د یوه برانډ جوړولو په برخه کې پلې کړي او د اتو تنو وړو او منځنیو متشبثینو لپاره د سولري سیستم جوړونه او نصب او په ټوله کې به په ۱۶ ولایتونو کې د تشبثاتو په برخه کې دغه پروژې پلې کړي.

د یادونې وړ ده، چې له دغه پروژو څخه به ۷۶۷۳ تنه ‏په کابل، پکتیا، پکتیکا، خوست، بلخ، کندهار، لوګر، کندوز، بغلان، بدخشان، بادغیس، فاریاب، جوزجان، ننګرهار، تخار او بامیان ولایتونو کې ګټه واخلي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version