‏د صنعت او سوداګرۍ وزارت د مرستیال مولوي احمدالله زاهد په مشرۍ د دغه وزارت یوه پلاوي د سوداګریزو اړیکو او اقتصادي همکاریو پیاوړتیا په موخه اوزبکستان ته په سفر تللی.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې ټاکل شوې دغه پلاوی تاشکند ښار کې د یوه نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې د ګډون ترڅنګ د یاد هېواد له لوړپوړو چارواکو سره د اقتصادي او سوداګریزو فرصتونو، د سوداګرۍ پراخولو او ګډو پروژو د پلي کولو په اړه خبرې اترې وکړي.

‏د یاد وزارت په وینا، ‏دغه سفر د دواړو هېوادونو د اقتصادي او سوداګریزو اړیکو د پراختیا په برخه کې مهم ګام دی، چې د سیمې په کچه به د متقابلې همکارۍ او پرمختګ لپاره نوې لارې پرانیزي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version