د صنعت او سوداګرۍ وزیر، نورالدین عزیزي د ترکیې په رسمي بلنه د اقتصادي همکاریو سازمان (اېکو) د وزیرانو په ناسته کې د ګډون په موخه یاد هېواد ته په سفر ولاړ.
د ياد وزارت په وینا، ښاغلی عزیزي به په دې سفر کې د اېکو سازمان د وزیرانو په غونډه کې له ګډون سربېره د «۲۰۲۵ حلال» نندارتون د پرانیستې په مراسمو کې هم ګډون وکړي.
د وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې نوموړی به د ترکیې د خصوصي سکټور له استازو سره د افغانستان لپاره د پانګونې د جذب او د اقتصادي همکاریو د پراختیا په اړه هم بحثونه ترسره کړي.
