د افغانستان د کرېکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي، رحمن الله ګربز پر افغان خاورې د پاکستان پوځي رژیم د تېرې شپې بریدونو ته په غبرګون کې ویلي، چې ذلیل او ناپاک دښمن یو وار بیا د ملکي وګړو کورونه په نښه کړي.
نوموړي هیله څرګنده کړې، چې د افغان خاورې او هېوادوالو دښمن (پاکستان) لا سپک او شرمنده شي.
ګربز پر خپلې فېسبوکپاڼې لیکلي: «ذلیل او ناپاک دښمن یو ځل بیا د خوست په ګربزو ولسوالۍ، پکتیکا او کونړ کې د ملکي وګړو کورونه په نښه کړل. لوی رب دې د افغانستان د خاورې او وطنوالو دښمن ذلیل او شرمنده کړي.»
یاده دې وي چې د پاکستان پوځي رژیم تېره شپه په خوست، پکتیکا او کونړ ولایتونو کې پر عامو هېوادوالو بریدونه وکړل، چې له امله یې د ښځو او ماشومانو په ګډون یو شمېر هېوادوال شهیدان او ټپیان شول.
د پاکستان پوځي رژیم له دغو بریدونو انکار کړی، خو افغان حکومت ګوتڅنډنه کړې، چې په مناسب وخت کې به یاد رژیم ته لازمي ځواب ورکوي.
