د غزې روغتیا وزارت خبر ورکړی، چې پر دغې تړانګې د صهیونیستي رژیم د پرله‌پسې بریدونو له‌ امله په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۷۸ فلسطینیان شهیدان او ۳۷۹ نور ټپیان شوي دي.

دې وزارت زیاته کړې، چې له دې سره د ۲۰۲۳ میلادي کال له اکتوبر میاشتې راهیسې غزه تړانګه کې د شهید شویو فلسطینیانو شمېر ۶۶ زره او پنځو تنو او د ټپیانو شمېر بیا ۱۶۸ زره او ۱۶۲ تنو ته لوړ شوی دی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version