بهرنیو چارو وزارت وایي، کابل کې د روسیې فدراسیون سفیر دیمیتري ژیرنوف د بهرنیو چارو له وزیر مولوي امیر خان متقي سره وکتل.
د یاد وزارت په وینا، ژیرنوف د اکتوبر په میاشت کې مسکو فارمټ په اوومه غونډه کې د افغانستان د بهرنیو چارو وزیر په مشرۍ د پلاوي د ګډون په اړه تفصیلي مالومات ورکړل او ویې ویل، چې د روسیې فدراسیون به په لومړي ځل د رسمي غړي په توګه د دې فارمټ کې د ا.ا هرکلی وکړي.
ورته مهال د بهرنیو چارو وزیر په مسکو فارمټ کې د افغانستان غړیتوب یو مهم او اساسي ګام وباله او هیله یې څرګنده کړه، چې دا ډول سیمهییز چوکاټونه به د افغانستان او سیمې تر منځ په باور جوړونې او مثبت پرمختګ کې مهم رول ولوبوي.