شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د صهیونیستي رژیم د لومړي وزیر دفتر اعلان کړی، چې د دغه رژیم د کابینې په غونډه کې د غزې تړانګې لپاره د اوربند هوکړه تائید شوې ده.د راپورونو لهمخې، د هوکړې له تائید وروسته غزه کې اوربند عملي پړاو ته داخل شوی دی.د الجزیرې خبري شبکې د راپور له مخې، ټاکل شوې نن جمعه د شوې هوکړې له مخې بشرې مرستې او نړیوال څارونکي غزې ته داخل شي.د فلسطین غزې تړانګې لپاره د اوربند منل شوې طرحې له مخې به دغه راز راتلونکې اوونۍ شاوخوا ۲۰ ژوندي صهیونیستي بندیان او غزه کې د وژل شويو صهیونیستي بندیانو جسدونه یاد رژیم ته وسپارل شي.ویل شوي، د دغو بندیانو به بدل کې به ۲۵۰ په عمري بند محکوم او شاوخوا ۱۷ سوه نور فلسطیني بندیان د صهیونیستي رژیم له زندانو ازاد شي.
د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری؛ د ژمي په رانږدې کېدو غزه له سخت بشري او روغتیايي بحران سره مخ ده2 سپتمبر 2026