Close Menu
هندوکش غږهندوکش غږ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    زموږ وړیا بریښنالیک کې ګډون وکړئ

    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    • کورپاڼه
    • خبرونه
      • خبري غورچاڼ
      • افغانستان
      • سیمه
      • منځنی ختیځ
      • نړۍ
    • تبصرې
    • لیکني
      • دیني لیکني
      • مهمي لیکني
      • سیاسي لیکني
      • انتخاب شوي لیکني
    • نړیوالي رسنۍ
    • راز
    • تبین
    • تورې څېرې
    • ویډیوګانې
    • پښتو
      • دری
      • English
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    هندوکش غږهندوکش غږ
    تاسو په:کورپاڼه»پرتله»د طالبانو د حکومت او د پرځېدلي جمهوري حکومت ترمنځ د حاکميت پرتله او مقایسه
    پرتله

    د طالبانو د حکومت او د پرځېدلي جمهوري حکومت ترمنځ د حاکميت پرتله او مقایسه

    صابر افغانصابر افغان8 نوومبر 2024څرگندونې نشته3 دقیقې لوستل
    نشر Facebook Twitter Telegram WhatsApp
    #image_title
    شېر کړئ
    Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp

    په افغانستان کې د پرځېدلي جمهوريت پر مهال، حاکميت يو جزيروي شکل درلود، هر زورواکي او لوړ رتبه چارواکي خپل ځانته حاکميت درلود او خپله حکمراني يې کوله، تر دې چې د لارو پر سر پوستو او هرې حوزې د مرکزي حکومت او قانون پروا نه لرله، څه یې چې زړه غوښتل د حکومت له ادرسه یې تر سره کول.

    همداراز د جمهوري حکومت پر مهال قومي، ژبني او سمتي اختلافات تر دې حده رسېدلي وو، چې د پېژندپاڼو ورکړه د افغان کلمې پر سر د اختلاف له امله څو میاشتې وځنډېدله، د یوې لوحې ښکته کولو له امله به پوهتون رخصت او لاریونونه به را وتل.

    خو کله چې طالبان بیاځلې واک ته ورسېدل او ویې وکولای شول چې د شر او فساد د لارویانو دې دسیسې ته د پای ټکی کېږدي، د واک جزیرې ختمې او وروسته د څه باندې څلورو لسیزو هېواد د یو مرکزي حکومت تر کنټرول او ادارې لاندې راولي.

    د شر خوښوونکو د حکومت پر مهال هر ځای پاټک بازي وه له خلکو سره به زور او زياتى کېده، سمت بازي او قوم پرستي وه؛ هر چا د خپلو شخصي ګټو لپاره حکومت کاوه، د خپل نوم او عزت لپاره يې د نورو بې وسه هیوادوالو پر عزت باندې لوبې وکړې او تل يې ورته په ټيټه سترګه کتل.

    هيڅ يو هيوادوال وروسته له ماښام څخه يو ځای څخه بل ځای ته تګ او راتګ نه شو کولای، ځکه په هر ځای کې به غلو وجود درلود او په ځينو ځايونو کې دولتي چارواکو څوک نه پرېښودل پر عام خلکو به يې ټکان کول او يا به يې باج ور څخه اخيست.

    د يو ولايت څخه بل ولايت ته سفر ډير ستونزمن ؤ، جمهوريت په افغانستان کې يو څه محدوده ساحه تر خپل حاکميت لاندې راوستې وه او هلته يې خپل راج چلاوه.

    د طالبانو په راتګ سره هر څه ختم او د پای ټکی ورته کېښودل شو، سمت بازي او قوم پرستي له منځه ولاړه، د واک جزيرې له منځه ولاړې، په ټول هيواد کې حاکميت منځته راغی، يوه لويشت ځمکه هم داسې نشته چې هلته د اسلامي امارت حاکميت نه وي.

    په افغانستان کې چې کله د طالبانو حکومت حاکم شوی ټول هغه زور واکانو له زورواکي څخه لاس واخيست او د هيوادوالو ځورول يې هم پرېښود، په لار د باروړونکو موټرو تګ را تګ کې چې کومې امنيتي ستونزې وې له منځه ولاړې او ټولې هغه ځمکې اسلامي امارت تر خپل حاکميت لاندې راوستلې پر کومه به چې د جمهوريت زورواکو په هيوادوالو زورواکي کوله.

    طالبانو د عدل او انصاف فضا رامنځته کړه، مجبوره او کمزوري يې د خپل حاکميت تر چتر لاندې په ډيره مهربانۍ سره راټول کړل او هغه حقوق یې ورته ور کړل چې کوم څه ورته په قرآن او حديث کې ور کړل شوي وو؛ طالبانو دا ثابته کړه چې د افغانستان يوه لويشت خاوره هم زموږ د حاکميت څخه د باندې نه ده.

    یادؤنه: په هندوکش‌غږ کې نشر شوې لیکنې، مقالې او تبصرې یواځې د لیکوالانو نظر څرګندوي، د هندوکش‌غږ توافق ورسره شرط نه دی.

    مخکینۍ مقالهپر تل‌ابیب د حزب‌الله د ډرون بریدونو په پایله کې د بن‌ګورین هوایي ډګر وتړل شو
    راتلونکي مقاله د اطلاعاتو او کلتور وزارت هېواد کې د انځوریزو رسنیو د بندېدو اوازې رد کړې

    مربوطه لیکنې

    د طالبانو د حکومت او د پرځېدلي جمهوري حکومت د اخلاقو پرتله او مقایسه

    23 نوومبر 2024

    د امنیت په برخه کې د اسلامي امارت او پرځېدلي جمهوریت پرتله او مقایسه

    9 نوومبر 2024

    په اسلامي امارت او پرځېدلي جمهوریت کې د ښځو د حقونو پرتله او مقایسه!

    24 اکتوبر 2024
    ځواب پریږدئ Cancel Reply

    تازه پوسټونه

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 2024

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 2024

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 2024

    په تاجیکستان کې د سامانیان لېسه؛ که د داعش د جلب او جذب مرکز!؟

    7 اپریل 2024
    مهم خبرونه
    تورې څېرې 22 جون 2025

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    د ښځو حقوق؛ هغه مسئله ده چې له ډېر پخوا راهیسې یې معنی او مفهوم…

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    مونږ وڅارئ
    • Facebook
    • WhatsApp
    • Twitter
    • Telegram
    ډیر لوستل شوي
    زمونږ په اړه
    Facebook X (Twitter) WhatsApp Telegram
    زمونږ انتخاب

    د ښځو له نامه د مقاومت جبهې ګټه اخیستنه؛ د فرانسې د پرېکړه‌لیک تر شا څه دي؟

    22 جون 2025

    مولوي امیرخان متقي له خپل پاکستاني سیال سره پر دوه اړخیزې سوداګرۍ او ټرانزیټ خبرې کړي

    22 جون 2025

    د مخالفو ډلو په پاشلتیا کې د بهرنیو هېوادونو رول

    22 جون 2025
    ډیر مشهور

    د پاکستان له لوري په امریکا د پلورل شوې عافیې صدیقي د نیولو ۲۱ کاله پوره شول

    31 مارچ 20242،965 Views

    شمال ټلواله، پاکستاني استخبارات او داعش په څه بوخت دي؟

    2 اپریل 20242،899 Views

    د نیویارک ټایمز زړه بوږنوونکی راپور؛ رازق له جعلي اتلولۍ تر جنایتکارۍ!

    25 مې 20241،894 Views
    © 2025 ټول حقوق خوندي دی.
    • کورپاڼه

    Type above and press Enter to search. Press Esc to cancel.