د عامې روغتیا وزارت وايي، چې د ياد وزارت وزیر مولوي نور جلال جلالي د نړیوالو ملاتړو بنسټونو له استازو سره په یوې انلاین ناسته کې د همکاریو پر پیاوړتیا او هېواد کې د روغتیایي خدمتونو پر دوام ټینګار کړی.

د سرچینې په خبره، په دې ناسته کې د عامې روغتیا وزیر د تمویل‌کوونکو بنسټونو له ملاتړ څخه د مننې ترڅنګ له دوی وغوښتل، چې د لا زیاتو سرچینو د راجلبولو برخه کې خپلې هڅې زیاتې کړي.

ورته مهال، ملاتړو بنسټونو د افغانستان خلکو ته د دوامداره روغتیایي خدمتونو د وړاندې کولو ژمنه وکړه.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version