
د عامې روغتیا وزارت مسئولینو د دغه وزارت د یو کلنو لاسته راوړنو د تشریح په پروګرام کې ویلي، چې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د روغتیا ملي پالیسي تدوین او تصویب شوې.
مسئولینو زیاته کړې، چې دغه راز په تېر یو کال کې پر دې سربېره شپږ تقنیني مسودې، دوه کړنلارې، ۲۰۰ منشورونه، ۱۵ لایحې او ۷۰ روغتیایي لارښودونه چمتو شوې دي.
د روغتیا وزارت د مسئولینو په خبره، په همدې موده کې د ۱.۲ میلیارده افغانیو په ارزښت ۳۸۸ کوچني او لوی قراردادونه هم ترسره شوي دي.