شېر کړئ Facebook Twitter بریښنالیک Telegram WhatsApp د عامې روغتیا وزارت وایي، د پنجشېر د حصهاول ولسوالۍ د سفید چهر ۲۰ بستریز روغتون د بیارغونې چارې د دغه وزارت په همغږۍ د «موؤف» مؤسسې لخوا شروع شوې وې، چې په اساسي توګه بشپړې شوې.په همدې موخه جوړو شویو مراسمو ته د پنجشېر د عامې روغتیا رئیس ډاکټر حجت الله محمدي ویلي، چې د سفید چهر ۲۰ بستریز روغتون د بیارغونې چارو کې کاشي کاري، د اکسرې څانګې ترمیم، د عملیات خونې فعالول، د ۱۵ کېلو واټه لمریزې برېښنا څانګې فعالول، د ټولو څانګو رنګ کول، د اوبو رسولو سیسټم بیارغونه او د محافظتي کټارو نصبول شامل دي.د یادونې وړ ده، چې د عامې روغتیا وزارت په همغږۍ د «موؤف» بنسټ له لوري اوس هم د یاد ولایت په مرکز او ولسوالیو کې د یو شمېر نورو مهمو روغتیایي تاسیساتو د بیارغونې چارې دوام لري.
د ملي د فاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي: د ردالظلم عملیاتو له پیل راهیسې تر ۳۵۰ زیات پاکستاني عسکر هلاک او ټپیان شوي3 مارچ 2026
د ملي د فاع وزارت ویاند عنایت الله خوارزمي: تېرو ۲۴ ساعتونو کې د پاکستاني رژیم ۱۳ پوستې تخریب، څلور عسکر یې هلاک او ګڼ شمېر سپکې او درنې وسلې یې د افغان ځواکونو لاسته لوېدلي3 مارچ 2026