د سوریې دولتي خبري اژانس (سانا) راپور ورکړی، چې د صیدنایا بدنام زندان پخوانی مرستیال مدیر «ثائر حسین» د طرطوس ولایت په یوه لرې پرته سیمه کې د عملیاتو پر مهال نیول شوی.

سرچینې د دغه هېواد د کورنیو چارو وزارت له قوله لیکلي، چې نوموړی د صیدنایا بدنام زندان د رئیس یو له مهمو مرستیالانو څخه و او د بشري جنایتونو له‌ امله تر څار لاندې و.

وزارت زیاتوي، چې تأثیر حسین د نورو قانوني اجراأتو په موخه قضایي ارګانونو ته سپارل شوی دی.

د یادونې وړ ده، چې د بشار الاسد د رژیم تر واک لاندې صیدنایا زندان د بشري حقونو د پراخو سرغړونو، شکنجو او پرته له‌ محاکمې د لسګونه زره بندیانو د اعدام له امله نړیوال شهرت لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version