‏د عامې روغتیا وزارت وایي، د دغه وزارت د روغتیایي خدماتو وړاندې کولو مرستیال، مولوي عبدالولي حقاني د یوه لوړ رتبه پلاوي په ملتیا ترکیې هیواد ته په سفر ولاړ.

د یاد وزارت ویاند، ډاکټر شرافت زمان پر خپل اېکس لیکلي، چې د دې سفر موخه د روغتیا په برخه کې د نویو تجربو تر لاسه کول،‏ د ترکیې هیواد له روغتیایي او علمي مرکزونو لیدنه او د اړیکو او همکاریو پراختیا ده.

ټاکل شوې، افغان پلاوی د خپل سفر پر مهال د ترکیې هېواد د خصوصي سکټور له استازو او حکومتي مسئولینو سره هم لیدنې ترسره کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version