د بلوچستان د ازادۍ پوځ (بياېلاې) په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د یاد غورځنګ جنګیالیو بلوچستان کې د یوه جاسوس په ګډون د پاکستان پوځي رژیم پنځه عسکر هلاک کړي.
د یاد غورځنګ ویاند، جیئند بلوڅ په یوه خبرپاڼه کې زیاته کړې، دغه بریدونه د بلوچستان په مستونګ او پنجګور ولسوالیو کې ترسره شوي دي.
ویل شوي، هلاک شوي جاسوس د بلوڅانو پر ضد د اختطاف او وژنو په عملیاتو کې د پاکستان پوځي رژیم د عسکرو مرسته کړې وه، چې تر نیول کېدو وروسته هلاک شوی.
د خبر پاڼې لهمخې، هلاک شوي جاسوس پر خپلو جرمونو اعتراف هم درلود.
د پاکستان پوځي رژیم په دې اړه څه نهدي ویلي.
د یادونې ده، چې «بياېلاې» او د بلوڅانو نور ازادي غوښتونکي غورځنګونه د بلوچستان په ټولو سیمو کې فعال دي او نږدې هره ورځ د پاکستان پوځي رژیم پر عسکرو مرګوني بریدونه کوي.
