د عامې روغتيا وزير مولوي نور جلال جلالي د يوه خبري کنفرانس پر مهال افغانستان ته د بهرنيو مرستندويه بنسټونو په مرستو نيوکه کړې او په وينا یې د يادو بنسټونو له ډلې د خوړو نړيوال يا WFP شاوخوا ۶۷۵۰ میټریک ټنه د سوپر سیریل په نوم خوراکي توکي افغانستان ته وارد کړي، چې د کیفیت معیارونه پکې نه دي مراعات شوي او د استفادې وړ نه دي.

ښاغلي جلالي ويلي د خوړو نړیوال پروګرام، دغه راز ۵۵ میټریک ټنه پریمیکس مواد د ظرفیت په پام کې نیولو نه پرته افغانستان ته وارد کړي، چې تاریخ‌ یې تېر او ضایع شوي دي چې دا د مرستو ښکاره ضایع کېدل ښيي.

د عامې روغتيا وزير ويلي پر دې سربېره د ملګرو ملتونو پراختیایي پروګرام يا UNDP هم د توبرکلوز ۶۵۰ تشخیصیه کېټونه وارد کړي چې اسناد یې له واقعي موادو سره مطابقت نه‌ لري او د ځینو یې تاریخ تېر دی کې یادې ادارې خپله دا تېروتنه منلې ده.

نوموړي له مرستندویه بنسټونو غوښتي، چې خپلې مرستې په شفاف ډول، مسؤلانه او د اړتیاوو له مخې مدیریت کړي.

ښاغلي جلالي همدا راز ډاډ ورکړی چې د عامې روغتيا وزارت هېواد ته په راواردېدونکو او دننه جوړېدونکو درملو بشپړ څار لري او په تېرو شپږو مياشتو کې ۱۳۹ ټنه‌ بې کيفيته درمل له منځه وړل شوي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version