د عامې روغتيا وزير، مولوي نور جلال جلالي هند هېواد ته د خپل رسمي سفر په ترڅ کې د دوديزو درملو اړوند د روغتيا نړيوال سازمان په دویمه سرمشریزه کې ګډون او وینا کړې.
د یاد وزارت ویاند پر خپل اېکس پاڼه لیکلي، چې دې غونډه کې د نړۍ د ۲۳ هېوادونو د روغتيا وزيرانو ګډون کړی و.
د غونډې موخه د ګډو تجربو تبادله، د دودیزې درملنې برخې پياوړي کول، د همکاريو پراختيا او د هېوادونو تر منځ روغتيا برخه کې د دومداره همغږۍ رامنځته کول ښودل شوي.
ښاغلي جلالي ویلي، چې پر معيار برابره دودیزه درملنه د روغتیايي خدمتونو پراخوالی تضمینوي او پر روغتيايي سکټور د خلکو باور هم زیاتوي.
