ايراني رسنيو راپور ورکړی، چې د ایران ولسمشر مسعود پزشکیان، افغانستان سره پر پوله پروت سويلي خراسان ولايت ته د خپل سفر په ترڅ کې يوې غونډې ته ويلي، چې دغه هېواد به هڅې وکړي، څو په سرحدي سیمو کې له افغانستان سره اړیکې او تعاملات پیاوړي او چټک کړي.

پزشکیان ویلي، د سویلي خراسان والي ته صلاحیت ورکړل شوی، چې له افغانستان سره د اړیکو او تعامل بهیر ګړندی کړي.

ياده دې وي، چې د ايران او افغانستان ترمنځ سياسي، سوداګريزې او نورې اړيکې تر بل هر وخت د پياوړي کېدو په حال کې دي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version