د اېکانمېک ټایمز ورځپاڼې د راپور له مخې په روسیه کې د هند سفیر وینای کمار ویلي، چې هند به د امریکا د لوړو تعرفو سربېره، د خپلو ګټو په پام کې نیولو سره له روسیې څخه د تېلو پېرلو ته دوام ورکړي.
نوموړي ټینګار کړی چې د هند د انرژۍ پالیسي د خپلو اتباعو لپاره د باور وړ اکمالاتو خوندي برابرول دي او د روسیې او نورو هېوادونو سره یې همکاري د نړۍ د تېلو بازار په ثبات کې مرسته کړې.
ټرمپ د هند له لوري د روسیې د تېلو پېرلو په سر په دغه هېواد د ۵۰ سلنه تعرفې لګولو امر کړی او د لا ډېرولو ګواښ یې هم کړی دی.
د ټرمپ د ياد اقدام په ځواب کې بيا هند ويلي، چې له روسيې د تېلو پېرلو ته دوام ورکوي.