د عامې روغتیا وزارت وايي، د دغه وزارت چارسمبالی وزیر مولوي نور جلال جلالي د روغتیا په برخه کې د پرمختگونو، اصلاحاتو او نړیوالو ادارو ته د عامې روغتیا وزارت سره د ښې همغږۍ په موخه سویس ته تللی دی.

د یاد وزارت ویاند ډاکټر شرافت زمان امر وايي، د افغانستان د عامې روغتیا چارسمبالي وزیر د دې سفر پر مهال د روغتیا نړیوال سازمان له عمومي مشر ډاکټر ټېډروس او مل پلاوي سره د لیدنې سربېره د بېلابېلو نړیوالو ادارو له استازو سره هم لیدلي دي.: «په افغانستان کې د ساري ناروغیو پر کنټرول، د پولیو ناروغۍ محوه کولو او د روغتیايي خدماتو پر پراختیا، شفافیت او لا معیار خبرې اترې یې ورسره کړې دي.»

د نوموړي په خبره، د دغه سفر پر مهال د نړیوالو ادارو مسوولینو د روغتیا په برخه کې له افغانستان سره د لا همکارۍ ژمنه کړې.: «د عامې روغتیا وزارت هڅه کوي تر څو د هېواد ټولو وگړو ته معیاري او عادلانه روغتیايي خدمات وړاندې کړي چې په همدې موخه د خپلې داخلي بودیجې تر څنگ په نړیواله کچه د روغتیایي خدماتو د معیاري کولو هڅې یې گړندۍ کړي دي.»

افغانستان د نړۍ له هغو هېوادونو څخه دی، چې زرگونه ناروغان یې د درملنې لپاره نورو هېوادونو ته ځي. د نړیوالو سروې‌گانو له مخې، افغانان هر کال د روغتیا په برخه کې څلور مېلیارده ډالر په پاکستان، ایران، ترکیې، هند او نورو هېوادونو کې پر خپلې روغتیا لگوي.

په هېواد کې د مختصصو ډاکټرانو نشتون، د طب په برخه کې زوړ نصاب، د مجهزو وسایلو نشتون او گڼ نور هغه لاملونه دي، چې ډېری ناروغان په هېواد کې درملنې ته زړه نه ښه کوي او بهرنیو هېوادونو ته ځي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version