د ملي دفاع وزارت وایي، د مرکزي قطعاتو او سیمه‌ییزو قول اردوګانو ۱۹۲ تنه ځوان منسوبین د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه‌ییزو ګډو زده کړو قومندانۍ له درې میاشتنیو مسلکي زده کړو څخه د یو لړ مراسمو په ترڅ کې فارغ شوي.

د عبدالله بن مسعود (رض) د جګړه‌ییزو ګډو زده‌کړو قومندان مولوي نصیب الله مدني په همدې پار جوړو شویو مراسمو ته د وینا پر مهال فارغ شوي منسوبین د لا نورو زده‌کړو ترلاسه کولو ته هڅولي.

ورته مهال نویو فارغانو د هېواد په هر ګوټ کې اسلامي نظام ته د خدمت کولو په موخه چمتووالی ښودلی.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version