د عراق حزب ‌الله ډلې امریکا ته خبرداری ورکړی، چې که د اسرائیل په ګټه د ایران پر وړاندې جګړه کې لاسوهنه وکړي، نو دوی به عراق کې مېشتې د متحده ایالاتو پوځي هډې په نښه کړي.

دغې ډلې په یوه بیانیه کې ویلي، چې سیمه کې د امریکايي پوځ خوځښتونه په دقيق ډول له نږدې څاري.

همداراز یې د عراق له دولت غوښتي، چې د امریکا سفارت تړلو په برخه کې خپل مسؤلیت ترسره کړي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version