رويټرز خبري اژانس د خپلو سرچينو له قوله خبر ورکړی، چې ایران له اسرائيلو سره د اوربند په اړه د قطر او عمان وړانديز رد کړ.

سرچينه وايي، ايران دواړو هېوادونو ته ویلي چې تر هغو پورې د اوربند د خبرو لپاره چمتو نه دی، تر څو چې یې د اسرائیلو د بریدونو ځواب نه وي بشپړ کړی.

ایران دغه راز د قطر او عمان منځګړو ته ویلي، چې دوی به یوازې هغه وخت جدي خبرې پیل کړي، چې کله د اسرائيل د مخکنيو بریدونو ځواب په بشپړه توګه ورکړي.

دا څرګندونې په داسې حال کې کېږي، چې ایران او اسرائيل په يوه بل تازه بریدونه کړي او د پراخې جګړې وېره یې زیاته کړې ده.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version