عربي رسنیو د لوړپوړو عراقي سرچینو له قوله لیکلي، چې عراق کې له عین‌الاسد هوایي هډې څخه د امریکا په مشرۍ د نړیوال ایتلاف ځواکونه وتلي دي.

د عراق دفاع وزارت چارواکو ویلي، چې ځواکونو یې په بشپړه توګه د عین‌الاسد هوایي هډې کنټرول په لاس کې اخیستی دی.

د عراق په سوېل کې پروت عین‌الاسد پوځي هډه د منځني ختیځ په کچه د امریکا په مشرۍ د نړیوالو ځواکونو یو له لویو مرکزونو څخه وه.

واشنګټن او بغداد له دې هوایي هډې د نړیوالو ځواکونو پر وتلو هوکړه کړې وه او ټاکل شوې وه چې دغه لړۍ د ۲۰۲۶ کال تر پایه بشپړه شي.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version