‏د هېواد د صنعت او سوداګرۍ وزارت مرستیال، مولوي احمدالله زاهد د مل رسمي پلاوي او شاوخوا ٥٠ کسه ملي سوداګرو په ملتیا بنګله‌دېش هېواد ته په رسمي سفر ولاړ.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ویلي، ټاکل شوې ده چې په دې سفر کې د کابل او ډاکې ترمنځ پر دوه‌اړخیزو تجارتي اړیکو، د سوداګرۍ پراختیا، د صادراتو او وارداتو د اسانتیاوو او د ګډو پانګیزو فرصتونو په اړه هر اړخیزې خبرې وشي.

د یاد وزارت د خبر له مخې، د دې سفر موخه د افغان ملي سوداګرو لپاره د نویو بازارونو موندل، د افغانستان د تولیداتو لپاره د صادراتي فرصتونو پراخول او د سیمې په کچه د اقتصادي همکاریو پیاوړتیا بلل کېږي.

د صنعت او سوداګرۍ وزارت ټینګار کړی چې دا ډول سفرونه د هېواد د اقتصادي ودې، د سوداګرۍ د پراختیا او د ملي اقتصاد د پیاوړتیا لپاره مهم او اغېزناک رول لري.

ځواب پریږدئ

Exit mobile version